Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/6d2e44b0d568ec0a76019749aeb890e19ec738f855068eda1791d34c
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
uncertain
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/misleading/the-afghan-national-flag-was-raised-for-the-first-time-at-the-national-justice-jirga-for-pashtuns-on-the-khyber-side-of-the-durand-line-619402/
schema:text
خیبر جرګه: په لوی میدان د ګڼور خلکو په منځ کې د افغانستان ملي بیرغ د خیبر جرګې پر مهال نه، بلکې د ګیلامن وزیر د جنازې د مراسمو پر مهال پورته شوی. د ۲۰۲۴ کال اکتوبر له پیل راهیسي د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) ګڼ شمېر پلویان په خیبر جمرود کې د قامي عدالت جرګې تر عنوان لاندې راټول شوي او د روان ۲۰۲۴ کال اکتوبر یوولسمه یې د جرګې وروستۍ ورځ ټاکلې وه، ولې د خلکو د ګڼ تعداد او د جرګې د لا ښه تنیظیم په موخه د مشرتابه له لوري د جرګې وروستۍ ورځ د اکتوبر ۱۲مه وټاکل شوه. د دې جرګې د مخنیوي لپاره د پاکستان کورنیو چارو وزارت لخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر په ۶مه د بندیز اعلامیه خپره شوه او دغه غورځنګ یې د پاکستان ضد فعالیتونو باندې تورن کړ، چې له امله یې د پاکستان حکومت د ګڼور کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو او ان د بښنې نړیوال سازمان یې غندنه وکړه. د یادوولو وړ ده چې منظور پښتین د پښتنو د قامي عدالت جرګې خبره هغه مهال کړې وه، کله چې د پي ټي یام یو مخکښ غړی ګیلامن وزیر په اسلام اباد کې د یو برید پر مهال لومړی ټپي او بیا څو ورځې وروسته مړ شو. ګیلامن وزیر د ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې په ۱۱مه د شمالي وزیرستان په رزمک سيمه کې د هغه په پلرني کلي اسدخېل کې خاورو ته وسپارل شو، چې د جنازې مراسمو لپاره یې له بېلا بېلو سیمو زرګونه خلک راغلي وه. د نوموړي د جنازې مراسمو پر مهال د افغانستان ملي بیرغونه رپېدل، چې په ټولنیزو رسنیو کې ورته بېلا بېل غبرکونونه ښودل شوي وه. د نوموړي د جنازې د مراسمو یو انځور چې په هغې کې د افغانستان ملي بیرغ لېدل کیږي، اوس د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکی په لومړي ځل په خیبر (پښتونخوا) جرګه کې د افغانستان ملي بیرغ پورته شو، په داسې حال کې چې انځور د تېرې جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه هغه مهال اخیستل شوی، کله چې د ګیلامن وزیر د جنازې د مراسمو لپاره په بکاخیل وزیرو سیمه کې ګڼ شمېر خلک راټول شوي وه. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره ادعا کړې چې «په لومړي ځل د خیبر قامي عدالت جرګې میدان کې ملي (افغانستان) بیرغ پورته شو...». تاسې کولی شئ چې لاندې د ټولنیزو رسنیو څو کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه مشاهده کړئ: همدا راز که تاسې دا جمله «په لومړي ځل د خیبر قومي عدالت میدان کې ملي بیرغ پورته شو» کاپي او بیا یې په فیسبوک یا ګوګل کې سرچ کړئ، نو لسګونه پوسټونه به مخې ته درته راشي، چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو لخوا د خیبر جرګې میدان کې د ملي بیرغ پورته کیدو له ادعا سره پوسټ شوي دي. په هر صورت زموږ موندنې ښیي، چې «خیبر جرګې میدان کې په لومړي ځل د ملي بیرغ پورته کیدو» له ادعا سره خپور شوی انځور د خیبر قامي عدالت جرګې میدان کې ندی اخیستل شوی، بلکې دغه انځور د ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه د پي ټي ایم د مخکښ غړي ګیلامن وزیر د جنازې د مراسمو پر مهال وزیرو بکاخیلو سیمه کې اخیستل شوی دی. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی په خیبر کې د یوولسم اکتوبر (د پښتنو قامي عدالت یوولسم اکتوبر جرګې) په اړه کلیدي توري وپلټل تر څو وروستي دقیق ارقام او مالومات ترلاسه کړو، بیا موږ وایرل شوې انځور، چې په هغې کې د ډېرو خلکو په منځ د افغانستان ملي بیرغ ښکاري، په ګوګل ایمیج کې سرچ کړو، چې په نتېجه کې موږ وموندله، چې وایرل شوی انځور د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ د خیبر جرګې میدان کې نه، بلکي په وزیرو بکاخیلو کې اخیستل شوی دی. کلید راډیو د «د ګیلا من وزیر وژنه او د پښتون ژغورنې غورځنګ سخت غبرګون» تر عنوان لاندې خپل راپور کې همدا انځور د ۱۴۰۳ کال سرطان میاشتې په ۲۲مه چې د ۲۰۲۴ کال جولای ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، خپور کړی دی. یو مشهور افغان ادا کار او هنرمند اریان خان له خپل انسټاګرام څخه د همدې صحنې یوه ویدیو پورته کړې، چې ورسره یې لیکلي، بکاخېل وزیر، یعني دغه مهال په یاده سیمه کې د ګیلا من وزیر د مړیني غم شریکۍ په پار لارو کې ولاړ وه، چې د خلکو په منځ کې د افغانستان ملي بیرغ هم پکې ښکاري او تاسې کولی شئ لاندې ویډیو درسره وګورئ: خبریال او ټولنیز فعال عبدالحق عمري، هم همدا انځور د تېرې جولای میاشت کې له خپل ایکس پاڼې څخه خپور کړی او کیپشن کې یې ورسره د (بکاخېل وزیر) لیکلي. بي بي سي پښتو هم د ګیلامن وزیر د مړیني او جنازې مراسمو په اړه راپور سره یو انځور خپور کړی چې ورته سیمه ده او انځور د یوې بلې زاویې څخه اخیستل شوی، چې د افغانستان ملي بیرغ پکې ښکاري. پایله: د ډیورنډ فرضي کرښې پښتونخوا طرف کې «د پښتنو قامي عدالت جرګې میدان خیبر کې په لومړي ځل د ملي بیرغ پورته کیدو» له ادعا سره خپور شوی انځور د خیبر قامي عدالت جرګې میدان کې ندی اخیستل شوی، بلکې دغه انځور د ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه د پي ټي ایم د مخکښ غړي ګیلامن وزیر د جنازې د مراسمو پر مهال وزیرو بکاخېلو سیمه کې اخیستل شوی دی. تاسې کولی شئ د پښتنو د قامي عدالت جرګې په اړه د فکټ کریسنډو نورې سټوریانې (دلته او دلته) هم ولولئ.
schema:mentions
Pashto
schema:reviewRating
PARTLY FALSE
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-10-12
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/9b5cd06b73c10115e8ea6d7f969eaa4dff7fdbfbeaf4baef9ef2f919
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 11 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software