Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/e04355dafbbaeb1a3d88404a5d65b7078e87a85e55d08b08ba468e1a
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
not credible
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/national/false-claims-of-return-of-former-president-ashraf-ghani-to-afghanistan-619381/
schema:text
ټولینزو رسنیو کې په تکراري ډول د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راستنېدو په اړه ادعاوې کیږي. په تولنیزو رسنیو کې د تېر په څېر په څېر یو وار بیا د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني طن یا هېواد ته راستون شوی دی، په داسې حال کې چې نوموړي د ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشتې په ۱۵مه هېواد پریښی او بیا تر دې دمه بیرته ندی راستون شوی. تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ: د «طلوع نیوز» په نوم دغه جعلي فیسبوک پاڼه کې د پوسټ له مخې د یو انځور په خپرولو سره لیکلي، چې غني بابا همدا اوس راورسید. البته دلته د «را ورسیېد» کلېمې څخه د دوی هدف افغانستان ته د هغه راتګ دی، په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته چې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره سم له هېواده ولاړ، بیا ندی راغلی. په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بیا راتګ په اړه وروستۍ ادعا هم دروغ ده او ستاسې د پوهاوي لپاره باید یادوونه وکړو، چې دغه ډول غیر حقیقي او د دروغو ادعاوې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره د خپل لایک او کمنټس لپاره او همدا راز د خلکو د خطا ویستلو لپاره کوي. د حقیقت څېړنه: که څه هم ښکاره خبره ده، چې که نوموړی کابل ته راستون شي، نو دا ملي او نړیواله کچه د خبرونو سر ټکی وي، خو بیا بیا هم موږ د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د شوې ادعا په تړاو په انټرنېټ کې کلیدي کلېمې وپلټلې. بیا موږ همدا راز د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه هم لېدنه وکړه او بیا مو د دې سربیره له شوې ادعا سره پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ، چې پایله کې موږ وموندله، چې خپور شوی انځور پخوانی او ادعا د تېر په څېر بیا هم دروغ ده. د ABP LIVE په نوم یوې خبري وېبپاڼې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه انځور په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال خپور کړی، چې نوموړی په یو رسمي سفر هند ته تللی و. پایله: له ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشتې راهیسي چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم له هېواد څخه وتلی، بیا بیرته تر دې مهاله خپل هېواد افغانستان ته ندی راستون شوی او په اړه یې شوې ادعا د تېر په څېر یو ځل بیا هم دروغ ده.
schema:mentions
ABP News
schema:reviewRating
FALSE
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-10-11
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/b46272bc915bc095a46e653c7a8ed7169ad9ce0ec04cc54b5a18b5c1
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 11 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software