About: http://data.cimple.eu/claim-review/aa0d89d719d1055b00ec51966e2f792365e55757a73a689010a63ab3     Goto   Sponge   NotDistinct   Permalink

An Entity of Type : schema:ClaimReview, within Data Space : data.cimple.eu associated with source document(s)

AttributesValues
rdf:type
http://data.cimple...lizedReviewRating
schema:url
schema:text
  • د سعودي ینبو ښار مسجد کې د جمعې ورځې لمنانځه پر مهال ولې یو بوډا سړی له خطبې ورکولو منع شو؟ په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې د یو عرب الاصله پاښه عمر سړي، ویډیو لاس په لاس کیږي، چې د ادعا په توګه ورسره لیکل شوي دي، سعودي عربستان کې يو ملا امام وروسته له هغې د پولیسو له لوري په وهلو – ډبولو د مسجد له ممبر څخه ښکته شو، چې د خطبې پر مهال یې په دغه هېواد کې د ښځو د ورزش (سپورټ) پر اوسني وضیعت نېوکې وکړې. دا چې رېښتیا څه دی، د فکټ کریسنډو پوره کېسه ولولئ! د دې ویډیو په اړه د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکي ادعا دا ده، چې دغه ملا امام د ښځو پر ورزش (سپورټ) د نېوکو کولو له امله سعودي پولیسو وهلی او له ممبر څخه یې ښکته کړی دی. د پوسټونو څو بېلګې په لاندې ډول دي: رېښتیا څه دي؟ د سعودي عربستان په لویدیځ ینبو البحر نومي ښار یو مسجد کې دغه برخورد په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی دی. عربي رسنیو په خپلو راپورونو کې د دې ویډیو په اړه د سعودي چارواکو او مسجدونو چارو ادارو له قوله لیکلي، چې د جمعې ورځې لمنانځه لپاره د رسمي امام تر راتګ وړاندې یو رواني ناروغ د خطبې او لمونځ د ګډ وډولو هڅه وکړه، چې د خلکو او ځایي امنیتي مسوولینو له غبرګون سره مخ شو. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی د شوې ادعا «سعودي کې یو امام د ښځو پر ورزش د نېوکو کولو له امله پولیسو وهلی او له ممبر څخه یې ښکته کړی دی» اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو څخه یو منظم سکرین شاټ واخېست او ګوګل ایمیج مو پرې پلی کړ. موږ د یادې ویډیو په اړه د عربي رسنیو ګڼ راپورونه وموندل او همدا راز دغه ویډیو مو هم په ټویټر او یوټیوب چینلونو کې پیدا کړه، چې ۲۰۱۸ کال کې خپره شوې وه. موږ دا هم پیدا کړل، چې دا ویډیو په ۲۰۱۸ کال کې هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا له ځینو ناسمو ادعاوو سره خپره شوې وه. الریاض ورځپاڼې د همدې ویډیو په هکله خپل راپور کې د مسوولینو له قوله ویلي: مالومه شوه، چې پېښه د ینبو البحر ښار مسجد کې رامنځته شوې، چېرته چې یو ۷۰ کلن سړي د ممبر پر سر داسې الفاظ وویل، چې په مسجد کې د خلکو له غبرګون او دا ډول برخورد سره مخ شو. د الیوم په نوم یوې بلې عربي ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې (وګورئ... یو «رواني ناروغ» په ینبو کې د مسجد ممبر ته پورته کیږي او د پولیس لخوا غبرګون سره مخ کیږي). د لا ډېرو مالوماتو لپاره د الخلیج دا راپور هم درسره ولولئ: ولې د سعودي امنیتي چارواکو دغه سړی د جمعې لمانځه د خطبې له ورکولو منع کړ؟ که تاسې غواړئ د پېښې پرمهال د شوي برخورد ویډیو وګورئ (دلته) یې کتلی شئ: پایله: د سعودي عربستان په لویدیځ ینبو البحر نومي ښار یو مسجد کې یو بوډا سړی د جمعې لمانځه له خطبې څخه منع شوی وو، چې دغه برخورد په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی دی. عربي رسنیو په خپلو راپورونو کې د دې ویډیو په اړه د سعودي چارواکو او مسجدونو چارو ادارو له قوله ویلي، چې یاد سړی رواني ناروغ وو او د خطبې او لمونځ د ګډ وډولو هڅه یې کړې وه، چې د خلکو او امنیتي مسوولینو له غبرګون سره مخ شو.
schema:reviewRating
schema:author
schema:datePublished
schema:inLanguage
  • English
schema:itemReviewed
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023


Alternative Linked Data Documents: ODE     Content Formats:   [cxml] [csv]     RDF   [text] [turtle] [ld+json] [rdf+json] [rdf+xml]     ODATA   [atom+xml] [odata+json]     Microdata   [microdata+json] [html]    About   
This material is Open Knowledge   W3C Semantic Web Technology [RDF Data] Valid XHTML + RDFa
OpenLink Virtuoso version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 2 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software