Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/2022550951a5a2ad353904d9acc880303ad8622d714c92b5a1db0a06
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
uncertain
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/pti-clashes-video-with-pakistani-polices-falsely-attributed-to-ptm-619347/
schema:text
پاکستان کې کورنی تاوتریخوالی: د عمران د پلویانو له لوري پولیسو سره د اخ او ډب ویډیو د منظور پښتین د پلویانو په نوم وایرل شوې ده. په دا وروستیو کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د عامو خلکو لاریونونو او تاوتریخوالي زور اخیستی. له یوه پلوه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران پلویان په اسلام اباد کې لارو کوڅو ته راوتلي او د پاکستان له ریاست څخه د بندي عمران خان د راخوشې کېدو غوښتنه کوي او له بل پلوه بیا دغه هېواد کې په پښتون میشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) پلویان هم د پاکستان د حکومت پر ضد یو او بل ځای راوتلي او په سوله ییز ډول د پاکستان له پوځ او حکومت څخه خپل بنیادي حقونه او امن غواړي. په پاکستان کې د همدې روان کورني تاوتریخوالي او له حکومت څخه د خلکو د نا رضایت په لړ کې د عمران خان پلویانو په اسلام اباد کې پولیسو سره شخړې رامنځته شوي، چې په یوه ویډیو کې ښکاري عام خلک د پاکستان د پولیسو او پوځ ګاډي په تیږو ولي. د همدې لایونونو په ترڅ کې د پولیسو او خلکو ترمنځ د اخ او ډب یوه ویډیو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان پولیس ټپیان کړي او د پاکستان د حکومت له لوري پر (PTM) د بندیزونو لګولو وروسته دغه تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د روانې اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) پر فعالیتونو او په ځانګړې توګه د پښتنو ترمنځ د اکتوبر یوولسمې پر راتلونکي غونډې (د پښتنو د قامي عدالت جرګه) باندې بندیز اعلان شو، خو وایرل شوې ویډیو، چې د راپورونو له مخې په دغه مهال شاوخوا ۸۰ پاکستاني پولیس ټپیان شوي دي، د PTM په پلویانو پورې کوم تړاو نلري، بلکې په ویډیو کې ښکاریدونکي عام خلک د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف (PTI) مشر عمران خان پلویان دي، چې له جیل څخه د هغه د راخوشې کیدو په پار یې لاریونونه پیل کړي دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره بېلا بېلې او مشابه ادعاوې کړي دي: د Rezai په نوم د ایکس یو کاروونکي له دې ویډیو سره لیکلي دي: «د PTM ملاتړي پاکستان کې سړکونو ته راوتلي دي او پولیسو سره یې نښتي رامنځته شوي دي ...». همدا راز د ایکس یو بل اکونټ څخه همدا ویډیو خپره شوي ده او ورته الفاظ یې لیکلي، که څه هم نوموړي PTI یادوونه هم کړې ده. په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، که څه هم دا سمه ده، چې په دا وروستیو کې د پاکستاني ریاست پر وړاندې عامو خلکو لاریونونو ته مخه کړې، خو هغه ویډیو چې پکې ښکاري عام خلک د پولیسو موټرونه په تیږو ولي، اصلاً د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلویانو پورې تړاو نلري، بلکې د PTI پلویان دي. د یاوونې وړ ده، چې د رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو یادو تاوتریخوالو کې عامو خلکو او پولیسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی په پاکستان کې د روانو لاریونو او تاوتریخوالي په اړه کلیدي توري وپلټل تر څو وروستي دقیق ارقام او مالومات ترلاسه کړو، بیا موږ د وایرل شوې ویډیو یو سکرین شاټ په ګوګل ایمیج کې سرچ کړو، چې په نتېجه کې موږ وموندله، وایرل شوې ویډیو کې لاریون کوونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان نه، د تحریک انصاف (PTI) پلویان دي. اریانا نیوز له خپل انسټاګرام څخه همدا ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران د پلویانو او پولیسو ترمنځ د لاریون پر مهال رامنځته شوي اخ او ډب کې شاوخوا ۸۰ پولیس ټپیان شوي دي. د WION په نوم خبري چینل هم په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه ویډیو راپورونه خپاره کړي او د شاوخوا ۸۰ پاکستاني پولیسو د ټپي کیدو خبر یې ورکړی. همدا راز رویټرز خبري اژانس هم د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د لاریون پرمهال د یادې ژوبلې راپور خپور کړی، چې تاسې په لاندې توګه لوستلی شئ. پایله: که څه هم په دا وروستیو کې د پاکستاني ریاست پر وړاندې د PTM او د تحریک انصاف (PTI) د پلویانو لاریونونو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د تاوتریخوالي رامنځته کېدو خبرونه حقیقت لري، خو هغه ویډیو چې وایرل شوې او پکې ښکاري اسلام اباد کې عام خلک د پولیسو موټرونه په تیږو ولي، اصلاً د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلویانو پورې تړاو نلري، بلکې د تحریک انصاف یا PTI پلویان دي. تاسې کولی شئ د پښتنو د جرګې په اړه د فکټ کریسنډو دغه اړوند سټوري هم ولولئ. یادوونه: ایا د فکټ کریسنډو دغې سټوري، کوم انځور، ویډیو، یا ادعا ډیلیټ شوې ده؟ موږ یې سکرین شاټونه ارشیف کړي دي چې (دلته) یې پیدا کولی شئ.
schema:mentions
Pakistan Tehreek-e-Insaf
dbpedia:WION
schema:reviewRating
PARTLY FALSE
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-10-09
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/51fa1a4878f465c70bf5a2df4edaa0c1e978ea872be5332191c6ab4b
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 11 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software