Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/65785a0fe0f772b766d591bc1e8e629557408996406e4770760d9c99
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
mostly credible
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/fake-us-politicians-accounts-x-posts-in-support-of-ahmad-masoud-618686/
schema:text
red: د امریکا د ځینو مشهورو سیاسي څېرو له جعلي اکونټونو څخه د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. احمد مسعود، چې دا مهال د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشري کوي، وروسته له هغې افغانستان پرېښود، کله چې طالبانو د دویم ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ترلاسه کړ. اوس تازه د ۲۰۲۴ کال سپټمبر میاشتې له پیل راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه X (ټویټر) کې د یو شمېر مشهورو امریکایي سیاستوالو په نوم (لکه د Jackson Hinkle او د Kamala Harris) له جعلي (Fake) اکونټونو څخه د احمد مسود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. جکسن هینکل یو امریکایي مخکښ سیاسي مبصر دی او کماله هاریس بیا د امریکا متحده ایالاتو مرستیاله ولسمشر ده. تاسې کولی شئ، چې د ایکس (ټویټر) ځیني جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ یو شمېر پوسټونه مشاهده کړئ: 2. د دوهم پوسټ لینک – ارشیف لینک 3. د درېیم پوسټ لینک – ارشیف لینک په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، د ملي مقاومت په نوم د طالبانو په خلاف د جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ د مخکښ سیاسي فعال او مبصر جکسن هینکل او د امریکا متحده ایالاتو مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس پوسټونه حقیقت نلري، بلکې د دوی په نوم جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی په ټولنیزو رسنیو کې د هغو پوسټونو په تړاو، چې د احمد مسعود په ملاتړ شوي دي، کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو مالومه کړو، چې ایا کومې باوري رسنۍ په دې اړه وروستی خبر یا راپور خپور کړی دی او کنه. بیا مونږ د امریکا د مخکښ سیاسي فعال او مبصر جکسن هینکل او د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس اصلي او ویریفایډ اکونټونه وپلټل. موږ دې نتېجې ته ورسېدو، چې د یادو دوه امریکایي مخکښو سیاستوالو له اصلي او ویریفایډ اکونټونو څخه په ښکاره ډول د احمد مسعود د ملاتړ په اړه هیڅ داسې پوسټ ندی شوی. موږ همدا راز د احمد مسعود او د ملي مقاومت جبهې له ویریفایډ اکونټ څخه هم لېدنه وکړه او هلته مو هم داسې څخه پیدا نکړل، چې د جکسن هینکل یا د امریکا د مرستیالې ولسمشرې د ملاتړ په اړه دې دوی څه یادوونه کړې وي. تاسې کولی شئ، چې د جکسن هینکل او کماله هاریس اصلي (Verified) اکونټونه او د دوی په نوم جوړ شوي جعلي (Fake) اکونټونه مشاهده کړئ: 1. د جکسن هینکل اصلي اکونټ لینک – د جکسن په نوم جعلي اکونټ لینک 2. د کماله هاریس اصلي اکونټ – د کماله په نوم جعلي اکونټ لینک پایله: د فکټ کریسنډو موندنو ثابته کړه، چې د ملي مقاومت په نوم د طالبانو په خلاف د جبهې د مشر احمد مسعود په ملاتړ د مخکښ سیاسي فعال جکسن هینکل او د امریکا د متحده ایالاتو مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس پوسټونه حقیقت نلري، بلکې د دوی په نوم جعلي اکونټونو څخه د احمد مسعود په ملاتړ پوسټونه شوي دي.
schema:reviewRating
-
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-09-10
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/5cf6f511095868c92fad4c604d6e0f32561e7de8d0c14c27fda103e5
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 2 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software