Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/6b5de0184556b49733a1a3eae0b4f13bd95a829f51d36c2c8d9b8971
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
mostly credible
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/sports/rashid-khan-fake-post-debunked-fake-screenshot-goes-viral-619310/
schema:text
آیا د راشد خان تر نوم لاندې د فیسبوک پوست سکرین شاټ، چې پکې نامناسب الفاظ لیکل شوي، په راشد خان پورې تړاو لري؟ د اکتوبر میاشتې په ۳مه نېته کابل کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې شل اوریزه لوبو لوبډلمشر او مشهور نړیوال لوبغاړي راشد خان د واده مراسم ترسره شول. د واده دغه مراسم د کابل په امپریال کانتیننټال په نوم لوی او عصري هوټل کې نیول شوي، چې د راشد خان په بلنه دې واده ته ګن شمېر خلک راغلي وو. د نوموړي د واده په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلا بېلې خبرې او ادعاوې کېدلې، چې په همدې لړ کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د راشد خان له نوم څخه په ګټې اخېستنې یو پوسټ ایډیټ یا جوړ کړی، چې په هغې کې بد (غیر اخلاقي) الفاظ ځای پر ځای شوي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو دغه پوسټ د سکرین شاټ په بڼه نشر کړی او بېلا بېلې څرکندونې یې ورسره لیکلي دي. د راشد خان تر نوم لاندې دغه سکرین شاټ ته خلکو هم بېلا بېل غبرګونونه ښودلي، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دغه سکرین شاټ ته داسې ګومان کړی، چې ګواکې رېښتیا دې هم راشد خان داسې نامناسب الفاظ کاروولي وي، په داسې حال کې چې د راشد خان تر نوم لاندې د پوست دغه سکرین شاټ په راشد خان پورې هیڅ تړاو نلري او نه هم په سکرین شاټ کې ښکاریدونکي الفاظ د راشد خان له شخصیت سره ښایي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې له دې جعلي یا ایډیټ شوي سکرین شاټ سره بېلا بېلې څرګندوونې لیکلي: د Wahid Azimi په نوم یو فیسبوک کاروونکي لیکلي، له راشد خان څخه مو دا تمه نه وه، چې دا ډول الفاظ وکاروي. د Cricket Afghanistan په نوم فسبوک کاروونکي همدا سکرین شاټ پوسټ کړی او ورسره لیکلي، چې راشد خان بې دعوت خلکو ته غوسه دی. د Shawkat Ali په نوم یو بل د فیسبوک کاروونکي له دې سکرین شاټ سره افسوس ښکاره کړی او لیکلي یي دي «اخ راشده». کوم چې د خفګان یا خفه کېدو څرګندوونه ده. په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، د راشد له نوم سره خپور شوی د فیسبوک پوسټ سکرین شاټ، چې په هغې کې بد او غیر اخلاقي الفاظ لیکل شوي، ایډیت شوی او جعلي دی او په راشد خان پوري هیڅ تړاو نلري او نه هم دغه ډول پوست کول او غیر اخلاقي الفلظ کاروول د راشد خان له شخصیت او بګراونډ سره ښایي. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی د پوسټ د سکرین شاټ، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پوسټونه او د واده تاریخونه سره مقایسه کړل، بیا په ښکاره ډول هغه الفاظ چې د راشد خان په نوم د پوسټ سکرین شاټ کې ښکاري، د هغه له شخصیت سره هیڅ مناسبت نه مومي او په پای کې موږ د هغه د سوشل میډیا اکونټونو څخه هم لېدنه وکړه، که څه هم د دې هیڅ امکان نشته چې ګواکې راشد خان دې دا ډول پوست وکړي. تاسې کولی شئ د راشد خان له لاندې ټولو سوشل میډیا اکونټونو څخه لېدنه وکړئ او هغه سکرول کړئ. د راشد خان د فیسبوک اکونټ: د راشد خان انسټاګرام اکونټ او که تاسې لېوالتیا لرئ، په کابل کې د راشد خان د واده مراسم وګورئ نو د امپیریال کانټیننټال له انسټاګرام اکونت څخه یې لاندې کتلی شئ: پایله: د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، د راشد له نوم سره خپور شوی د فیسبوک پوسټ سکرین شاټ، چې په هغې کې بد او غیر اخلاقي الفاظ لیکل شوي، ایډیت شوی او جعلي دی او په راشد خان پوري هیڅ تړاو نلري او نه هم دغه ډول پوست کول او غیر اخلاقي الفلظ کاروول د راشد خان له شخصیت او بګراونډ سره ښایي. یادوونه: ایا د فکټ کریسنډو دغې سټوري، کوم انځور، ویډیو، یا ادعا ډیلیټ شوې ده؟ موږ یې سکرین شاټونه ارشیف کړي دي چې (دلته) یې پیدا کولی شئ.
schema:mentions
dbpedia:Shawkat_Ali
Afghanistan
schema:reviewRating
ALTERED
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-10-08
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/f229ba6ebb8047e64437b3db25f2ab873a8d619100f58365137951d1
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 2 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software