About: http://data.cimple.eu/claim-review/9fb4f41830d9b68605eb6b169ada07a14a261b20cb736571f0f314bc     Goto   Sponge   NotDistinct   Permalink

An Entity of Type : schema:ClaimReview, within Data Space : data.cimple.eu associated with source document(s)

AttributesValues
rdf:type
http://data.cimple...lizedReviewRating
schema:url
schema:text
  • ایا رېښتیا هم پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف طالبانو وهلی دی؟ ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د لومړي رژیم پر مهال یې اسلام اباد کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د طالبانو له پخوانیو چارواکو یوه پېژندل شوې څېره شمېرل کیږي، اوس یې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعا کیږي، چې ګواکی نوموړی په یو چیکپواینټ (تالاشي ځای) کې د طالبانو له لوري وهل شوی دی. د ملا عبدالسلام ضعیف یو انځور، چې سترګه یې په ټپي حالت کې لېدل کیږي، د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې طالبانو خپل پخوانی ملګری یا غړی وهلی دی. تاسې کولی شئ، چې د ملا عبدالسلام ضعیف په اړه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ایکس پوسټونه او د هغوی ادعاوې د بېلګې په توګه مشاهده کړئ: د «کمپ ټکي کام» په نوم یو ایکس پوسټ کې وینئ، چې د ملا عبدالسلام ضعیف یو انځور سره یې ادعا کړې، چې لیکلي یې دي «طالبانو په یو چک پواینټ کی خپل یو مشر (ملا ضعیف) وهلی ډبولی ده». همدا راز د «خراساني» په نوم یو بل ایکس کاروونکي هم ورته ادعا کړې او د هغه د یو انځور له خپرولو سره یې لیکلي دي، «طالبانو پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف هغه مهال سخت ووهلو، کله چې نوموړي د طالب ځواکونو سره لفلظي شخړه رامنځته شوه». په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو له لوري په کوم چیک پواینټ کې ندی وهل شوی، بلکې د نوموړي یو پخوانی اصلي انځور د ai (مصنوعي ځېرکتیا) په واسطه ایډیټ شوی او د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري په ګوګل سرچ انجن کې ولټول، تر څو د ملا عبدالسلام ضعیف په اړه وروستي مالومات پیدا کړو. بیا مو د ملا عبدالسلام ضعیف له ایکس پاڼې هم لېدنه وکړه او همدا راز پر هغه انځور مو ګوګل ایمیج لټون او (ai ایمیج ډیټیکټر) پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ورسره غیر حقیقي ادعا کړې وه. موږ وموندله چې د اصلي انځور یوه برخه په ځانګړې توګه د هغه سترګه د ai په واسطه ایډیټ شوې او داسې ښکاري لکه هغه چې په سترګه باندې ګوزار خوړلی وي، چې په حقیقت کې داسې نده. تاسې کولی شئ، چې په لاندې توګه د اصلي او د ai په واسطه د ایډیټ شوي انځور توپیر مشهاده کړئ: تر ټولو لومړی تاسې کولی شئ، چې د دې ادعا او انځور په اړه خپله د ملا عبدالسلام ضعیف هغه پوسټ وګورئ، چې د خپل ایکس اکونټ څخه یې خپور کړی او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ادعا یې رد کړې ده. همدا څېر همدغه انځور چې اوس پکې د ai په واسطه لاسوهنه شوې ده، اصلي انځور یې په ۲۰۲۲ کال کې د عبدالرحمان محمود په نوم یو ایکس کاروونکي له خپل اکونټ څخه هم خپور کړی او د هغه ستاینه یې کړې ده. تاسې کولی شئ چې د ai ایمیج ډیټیکټر هغه پایلې هم وګورئ چې موږ پر دواړو انځورونو پلی کړی دی. هلته په ډاګ ښکاري، چې اصلي انځور باندې د ai په واسطه لاسوهنه شوې ده. لاندې اصلي انځور کتلی شئ: لاندې د ai په واسطه ایډیټ شوی انځور کتلی شئ: پایله: پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو له لوري په کوم چیک پواینټ کې ندی وهل شوی، بلکې د نوموړي یو پخوانی اصلي انځور د ai (مصنوعي ځېرکتیا) په واسطه ایډیټ شوی او د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري. د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله چې د ملا عبدالسلام ضعیف اصلي انځور یوه برخه په ځانګړې توګه د هغه سترګه د ai په واسطه ایډیټ شوې او داسې ښکاري لکه هغه چې په سترګه باندې ګوزار خوړلی وي، چې په حقیقت کې داسې نده.
schema:reviewRating
schema:author
schema:datePublished
schema:inLanguage
  • English
schema:itemReviewed
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023


Alternative Linked Data Documents: ODE     Content Formats:   [cxml] [csv]     RDF   [text] [turtle] [ld+json] [rdf+json] [rdf+xml]     ODATA   [atom+xml] [odata+json]     Microdata   [microdata+json] [html]    About   
This material is Open Knowledge   W3C Semantic Web Technology [RDF Data] Valid XHTML + RDFa
OpenLink Virtuoso version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 2 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software