Facets (new session)
Description
Metadata
Settings
owl:sameAs
Inference Rule:
asEquivalent
b3s
b3sifp
facets
http://www.w3.org/2002/07/owl#
ldp
oplweb
skos-trans
virtrdf-label
virtrdf-url
None
About:
http://data.cimple.eu/claim-review/d5bf6db65e98cd26cb91b1b8064ed2a2b7f764a3fc77a2b875fe7f34
Goto
Sponge
NotDistinct
Permalink
An Entity of Type :
schema:ClaimReview
, within Data Space :
data.cimple.eu
associated with source
document(s)
Type:
schema:ClaimReview
New Facet based on Instances of this Class
Attributes
Values
rdf:type
schema:ClaimReview
http://data.cimple...lizedReviewRating
uncertain
schema:url
http://afghanistan.factcrescendo.com/pashto/government/viral-image-not-related-mullah-hibatullah-march-2023-balkh-618982/
schema:text
یو پخوانی او بې تړاوه انځور د طالبانو د مشر د رورستي سفر انځور په توګه خپور شوی. که څه هم د دویم ځل لپاره افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسي د دوی د حکومت مشر ملا هبت الله په عام محضر کې ندی لیدل شوی، په دا وروستیو کې یې شمالي ولایتونو ته د سفر خبرونه ورکړل شول. د نوموړي د سفرونو له دې لړۍ وروسته د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسي یو انځور، چې د بلخ ولایت قوش تېپې سیمې دی، د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) ګڼ شمېر کاروونکو له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا انځور بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله د سفر انځور دی. تاسې کولی شئ، چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) څو کاروونکو پوسټونه د بېلګې په توګه مشاهده کړئ: په لاندې پوسټونو کې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ایکس) کاروونکو له خپور شوي انځور سره ادعا کړې، چې ګواکې دا قوش تېپې کانال ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د سفر انځور دی. 1. پوسټ لینک – ارشیف لینک 2. پوسټ لینک – ارشیف لینک 3. پوسټ لینک – ارشیف لینک په هر صورت، د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته وایرل شوی انځور اصلاً د ملا هبت الله د وروستیو سفرونو پورې تړاو نلري، بلکې دغه انځور شا وخوا یو کال وړاندې بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت اقتصادي چارو سرپرست وزیر ملا عبدالغني برادر سفر پر مهال اخېستل شوی. بلخ ولایت ته د ملا عبدالغني برادر دغه سفر د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې ترسره شوی وو. د حقېقت څېړنه: موږ لومړی د ادعا اړوند کلیدي توري په ګوګل سرچ انجن کې ولټول، تر څو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د وروستیو سفرونو په اړه مالومات دقیق کړو. بیا مو پر هغه انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ورسره دا ادعا کړې وه، چې ګواکې وایرل شوی انځور بلخ ولایت ته د طالبانو د مشر هبت الله د سفر پر مهال شوی دی. موږ وموندله چې انځور د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې اخېستل شوی او د ملا هبت الله په وروستي سفر پورې تړاو نلري. تاسې کولی شئ، چې د دې انځور په اړه لاندې د ۲۰۲۳ کال د وخت نور جزیات مشهاده کړئ: د ۲۰۲۳ کال مارچ په ۹مه نېټه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه د اوسني وایرل شوی انځور په ګډون هغه مهال څلور انځورونه خپاره کړي او ورسره یي لیکلي: (د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د بلخ ولایت قوش تېپې کانال څخه د لیدنې لپاره سفر وکړ...) د پروګریس په نوم ویبپاڼې همدا انځور په ۲۰۲۳ کال کې تر دې عنوان لاندې خپور کړی: « که چېرته افغانستان د قوش تېپې کانال جوړولو پروژه بشپړه کړي، ترکمنستان کېدای شي تر ۵۰ سلنې پورې د اوبو سرچینې له لاسه ورکړي». همدا راز د سنټرل اسیا لایټ په نوم یوې بلې ویبپاڼې هم په ۲۰۲۳ کال کې همدا څو نور انځورونه تر دې عنوان لاندې خپاره کړي دي: « د افغان قوش تېپې کانال – ایا د مرکزي آسیا لپاره یوه ستره فاجعه ده؟». پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې وایرل شوی انځور اصلاً د ملا هبت الله د وروستیو سفرونو پورې هیڅ تړاو نلري، بلکې دغه انځور شا وخوا یو کال وړاندې بلخ ولایت قوش تېپې کانال ته د طالبانو د حکومت اقتصادي چارو سرپرست وزیر ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال ۲۰۲۳ کال مارچ ماشت کې اخېستل شوی، چې اوس د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو بلخ ولایت ته د ملا هبت الله د ورستي سفر د انځور له ادعا سره خپور کړی دی.
schema:reviewRating
PARTLY FALSE
schema:author
factcrescendo
schema:datePublished
2024-09-21
(
xsd:date
)
schema:inLanguage
English
schema:itemReviewed
http://data.cimple.eu/claim/b5b2cbfc97733e6ab8f264072531a9b39460407f51c40d77cb5a0901
Faceted Search & Find service v1.16.115 as of Oct 09 2023
Alternative Linked Data Documents:
ODE
Content Formats:
RDF
ODATA
Microdata
About
OpenLink Virtuoso
version 07.20.3238 as of Jul 16 2024, on Linux (x86_64-pc-linux-musl), Single-Server Edition (126 GB total memory, 11 GB memory in use)
Data on this page belongs to its respective rights holders.
Virtuoso Faceted Browser Copyright © 2009-2025 OpenLink Software